پاکستان بیا لوړرتبه هندي ډیپلماټ ته خپل اعتراض واوروه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66327-پاکستان_بیا_لوړرتبه_هندي_ډیپلماټ_ته_خپل_اعتراض_واوروه
پاکستان د کشمیر په کنټرول لاین کښې پر ملکي وګړو د هندي پوځیانو د ډزو په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت مرستیال شاذدافیر وروباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 18:26 Asia/Kabul
  • پاکستان بیا لوړرتبه هندي ډیپلماټ ته خپل اعتراض واوروه

پاکستان د کشمیر په کنټرول لاین کښې پر ملکي وګړو د هندي پوځیانو د ډزو په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت مرستیال شاذدافیر وروباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جی، پي، سنګ په وربللو سره په کشمیر کنټرول لاین کښې د غیرملکي وګړو په لور د هندي پوځیانو د ډزو په وجه د اسلام آباد د حکومت اعتراض هغه ته ورواوروه.

یاده دې وي چې په تیرو دوو ورځو کښې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هند د پوله ساتو ځواکونو د ډزو له امله دوه پاکستاني ښاریز وژل شوي او څلور تنه نور زخمي شوي دي.

دا سویم ځل دی چې پاکستان د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند د خلاف ورزۍ په وجه په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت لوړرتبه ‌‌ډیپلمات وغواړي.