د پاکستان د سېنټ انتخابات شروع شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66689-د_پاکستان_د_سېنټ_انتخابات_شروع_شول
د پاکستان په مختلفو صوبو کښې له ۱۳۳ کانديدانو څخه د ۵۲ نمائندګانو د ټاکنې لپاره د دغه هېواد د سېنت انتخابات شروع شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2018 08:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سېنټ انتخابات شروع شول

د پاکستان په مختلفو صوبو کښې له ۱۳۳ کانديدانو څخه د ۵۲ نمائندګانو د ټاکنې لپاره د دغه هېواد د سېنت انتخابات شروع شوي دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د سېنټ انتخابات نن د ځاي وخت مطابق سحر ۹ بجې شروع شوي دي او ټاکلې شوې ده د ځاي وخت مطابق تر مازيګر څلور بجو پورې به دوام پېدا کړي.

ټاکلې شوې ده په دغو انتخاباتو کښې ۱۲ نمائندګان له پنجاب صوبې، ۱۲ له سېند صوبې، ۱۱ له خېبرپښتونخوا صوبې، ۱۱ له بلوچستان صوبې ۴ له قبائيلي سيمو او ۲ نمائندګان له اسلام آباده انتخاب شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د روڼو او ازادو انتخاباتو کولو لپاره يو لړ خاص تدابير غوره کړي دي.

په پاکستان کښې سېنټ ۱۰۴ استازي لري او د هر نمائنده د فعاليت دوره شپږ کاله ده.

د پاکستان د سېنټ انتخابات په هرو دريو کالو کښې يو ځل کيږي او پکښې د نمائندګانو نيمائۍ د پارلېمانونو د غړيو لخوا غوره کيږي.

د انتخاباتو په دغه دوره کښې د پام وړ ټکے د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن لخوا د نواز مسلم ليګ ګوند حذفول دي او د دغه ګوند کانديدان به په ازاده توګه د سېنټ په انتخاباتو کښې برخه اخلي.