د پاکستان د سنا د مشرد ټاکلولپاره سلاومشورې زیاتی شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66829-د_پاکستان_د_سنا_د_مشرد_ټاکلولپاره_سلاومشورې_زیاتی_شوی_دی
د پاکستان د مشرانو جرګې له وروستیو انتخاباتو وروسته واکمن مسلم لیګ ګوند د ۱۵ څوکیو په ګټلو سره د مشرانو له ټول ټال ۱۰۴ څوکیو ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی او حاضر دمه د سنا تر ټولو زیاتې څوکۍ لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2018 09:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سنا د مشرد ټاکلولپاره سلاومشورې زیاتی شوی دی

د پاکستان د مشرانو جرګې له وروستیو انتخاباتو وروسته واکمن مسلم لیګ ګوند د ۱۵ څوکیو په ګټلو سره د مشرانو له ټول ټال ۱۰۴ څوکیو ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی او حاضر دمه د سنا تر ټولو زیاتې څوکۍ لری .

 

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر او مرستیال د ټاکلولپاره  د سیاسی ګوندونو سلاو مشورې خپل اوج ته رسیدلی دی  او هر سیاسی ګوند چی د سنا او د هغه د مرستیال د ټاکلو لپاره زیاتې راې ترلاسه کړی ، نو د سنا مشر به هم وټاکی .

دې ته په پام سره چی د پاکستان  واکمن مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ګوندونو د مشرانو جرګې زیاتې څوکۍ ګټلی دی ، نو د متحدو ګوندونو او ازادو استازیو د ملګرتیا او جذبولو هڅه کوی  .

د مشرانو جرګې د مشر د ټاکلو لپاره  د سنا د ۵۳ استازیو راې ترلاسیه کول ضروری دی . د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ د سنا د مشر د ټاکلو لپاره ۲۰او پیپلز پارټۍ هم ۳۳ رایو ته اړتیا لری .

د پاکستان د مشرانو جرګې له وروستیو انتخاباتو وروسته  واکمن مسلم لیګ ګوند د ۱۵ څوکیو په ګټلو سره د مشرانو له ټول ټال ۱۰۴ څوکیو ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی  او حاضر دمه د سنا تر ټولو زیاتې څوکۍ لری .

د پاکستان پارلیمانی انتخابات د سږ کال په جولای میاشت کې ترسره کیږی .