د پاکستان د سنا د مشرد ټاکلولپاره سلاومشورې زیاتی شوی دی
د پاکستان د مشرانو جرګې له وروستیو انتخاباتو وروسته واکمن مسلم لیګ ګوند د ۱۵ څوکیو په ګټلو سره د مشرانو له ټول ټال ۱۰۴ څوکیو ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی او حاضر دمه د سنا تر ټولو زیاتې څوکۍ لری .
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر او مرستیال د ټاکلولپاره د سیاسی ګوندونو سلاو مشورې خپل اوج ته رسیدلی دی او هر سیاسی ګوند چی د سنا او د هغه د مرستیال د ټاکلو لپاره زیاتې راې ترلاسه کړی ، نو د سنا مشر به هم وټاکی .
دې ته په پام سره چی د پاکستان واکمن مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ګوندونو د مشرانو جرګې زیاتې څوکۍ ګټلی دی ، نو د متحدو ګوندونو او ازادو استازیو د ملګرتیا او جذبولو هڅه کوی .
د مشرانو جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د سنا د ۵۳ استازیو راې ترلاسیه کول ضروری دی . د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ د سنا د مشر د ټاکلو لپاره ۲۰او پیپلز پارټۍ هم ۳۳ رایو ته اړتیا لری .
د پاکستان د مشرانو جرګې له وروستیو انتخاباتو وروسته واکمن مسلم لیګ ګوند د ۱۵ څوکیو په ګټلو سره د مشرانو له ټول ټال ۱۰۴ څوکیو ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی او حاضر دمه د سنا تر ټولو زیاتې څوکۍ لری .
د پاکستان پارلیمانی انتخابات د سږ کال په جولای میاشت کې ترسره کیږی .