دپاکستان امنیتی ځواکونو څلور ترهګر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66885-دپاکستان_امنیتی_ځواکونو_څلور_ترهګر_ووژل
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په چمن سیمه کښې دترهګرۍ ضد د ادارې په عملیاتو کښې څلور(۴) ټروریسټان هلاک شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 02:46 Asia/Kabul
  • د پاکستان بلوچستان صوبه د ډیرو ترهګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه  د فعالیتونو ستر مرکز دی .
    د پاکستان بلوچستان صوبه د ډیرو ترهګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه د فعالیتونو ستر مرکز دی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په چمن سیمه کښې دترهګرۍ ضد د ادارې په عملیاتو کښې څلور(۴) ټروریسټان هلاک شول .

له وژل شویو ترهګرو څخه دځان وژونکو حملو څلور(۴) جیکټونه ، چاودیدونکی مواد او نورې وسلې کشف شوی دی .

دپاکستان دبلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو وویل دافغانستان او دپاکستان په سرحد کښې چمن سیمې ته له افغانستان څخه د ترهګرو د  ورتلو اطلاع ترلاسه کړې شوی وه او  دجاسوسۍ ادارو غړیو په یوه(۱) کور چاپه ووهله او د نښتې په ترڅ کښې څلور(۴) ترهګر هلاک شول .

د پاکستان بلوچستان صوبه د ډیرو ترهګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه  د فعالیتونو ستر مرکز دی .