امریکا غواړی پاکستان د نورو په استازی توب وجنګیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67109-امریکا_غواړی_پاکستان_د_نورو_په_استازی_توب_وجنګیږی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر خواجه اصف نن ملی پارلمان ته په وینا کښې وویل په سعودی عربستان کښې د پاکستان پوځیان د داخلی امنیت دتامینولو لپاره دیره کیږی اوهغوې به دیمن په جنګ کښې ګډون ونکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 13:08 Asia/Kabul
  • امریکا غواړي پاکستان د نورو په استازي توب جنګ وکړي او په افغانستان کښې دواشنګټن دګټو دفاع وکړي .
    امریکا غواړي پاکستان د نورو په استازي توب جنګ وکړي او په افغانستان کښې دواشنګټن دګټو دفاع وکړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر خواجه اصف نن ملی پارلمان ته په وینا کښې وویل په سعودی عربستان کښې د پاکستان پوځیان د داخلی امنیت دتامینولو لپاره دیره کیږی اوهغوې به دیمن په جنګ کښې ګډون ونکړی .

دپاکستان د ولسی او مشرانو جرګو (ملی پارلمان) اکثرو غړیو سعودی عربستان ته د خپل هیواد دنورو عسکرو په استولو او دیمن په جنګ کښې په ګډون کولو سخته اندیښنه او غوسه څرګنده کړی ده .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دپارلمان استازیو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان دیمن په جنګ کښې دریم(۳) لوری نه جوړیږی او زیاته یې کړه مونږ غواړو چې سعودی عربستان او ایران  خپل اختلافات ختم کړی .

دپاکستان د باندنیو چارو وزیر خواجه اصف په مینځنی ختیځ سیمه کښې ډیرو کړکیچونو ته په نغوتې  سره دامریکا نوم ته له اشاری پرته یو(۱) ستر قدرت په سیمه کښې د ناامنۍ مسول وباله .

هغه  ادعا وکړه عراق ، لیبیا او دمینځنی ختیځ نور هیوادونه د اسلامی امت د تیت پرک   کولو لپاره دیوې دسیسې پراساس بې ثباته کیږی .

خواجه اصف  وویل هغه قدرتونه چې افغانستان، عراق ، سوریه  او لییبا بې ثباته کوی د پاکستان خیر غوښتونکی نه دی .

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف جنوبی اسیا سیمې ته په اشارې سره وویل پاکستان  په افغانستان کښې د پخوانی شوروی پرضد  په امریکا کښې جوړ جهاد(Made in America Jihad) وکړ او زیاته یې کړه چې مونږ په امریکا کښې  د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې له حملو وروسته ورته غلطۍ وکړه  .

هغه  په پخوانیو واکمنانو یې نیوکه وکړه او ویې ویل دوې دشخصی ګټو لپاره  هیواد خرڅ کړی وو .

خواجه اصف وویل په افغانستان کښې دامریکا له پراخ پوځی شتون سره سره په دغه هیواد کښې د هیروئنو تولید له دوه سوه(۲۰۰) ټنو څخه نهه زره (۹۰۰۰)ټنو ته ورزیات شوی دی .

هغه وویل طالبان دافغانستان په درې څلویښت(۴۳) فیصده خاورې کښې فعالیتونه کوی او امریکا بیا هم په اسلام اباد تور لګوی چې د حقانی ډلې مرسته کوی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل ټولوته پته ده چې داعش ډله په افغانستان کښې چا معرفی کړی ده .

هغه وویل امریکا غواړی پاکستان د نورو په استازی توب جنګ وکړی او په افغانستان کښې دواشنګټن دګټو دفاع وکړی او زیاته یې کړه مونږ به نور هیڅکله د نورو هیوادونو د ګټو دفاع ونکړو .

خواجه اصف وویل پاکستان به یوازې دخپلو ګټو دفاع وکړی .

هغه وویل له بده مرغه اسلامی هیوادونه حتی دیوې مسلې په هکله هم وحدت نلری او چمتو نه دی چې له  یو بل سره خبرې وکړی .

خواجه اصف وویل  اسلامی امت خارجي  دښمن ته  هیڅ ضرورت نلری ځکه چې دوې په خپلو کښې هسې هم زیات اختلافات لری .