د سولې دپایپ لاین بشبړتیا دپاکستان لپاره ډیره مهمه ده
دسولې دپایپ لاین نومې له ایرانه پاکستان ته د ګیس د رسونې پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچ راهسې پیل شوې، خو دځینو هیوادونو په لاسوهنو سره ئې په پاکستان کې اجرا تر دې دمه ځنډیدلې ده .
په ایران کې دپاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان په اسلام اباد کې له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې پاکستان ته د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف دسفر په هرکلی سره چې ټاکل شوې د ه سبا ترسره شی ، ووئیل له ایرانه پاکستان ته د ګیسو دپایپ لاین بشبړتیا د دواړو هیوادونو په تیره بیا د مونږ د ملی ګټو لپاره ډیره مهمه ده او دواړه هیوادونه له دغې مهمې اقتصادی پروژې زیاته ګټه ترلاسه کولی شی او لازمه ده چې دغه پروژه په خورا ممکن کم وخت کې بشپړ شی.
په ایران کې دپاکستان پخوانی سفیر طبعیی ګیس ته د خپل ولس د اړتیاؤ او دپاکستان د مشکلاتو په بیانولو سره زیاته کړې ، د طبیعی ګیس کمښت د دغه هیواد په اقتصاد منفی اغیزې شیندلی دی او باوری یم چې دایران له ګیسه په استفادې سره د دغه کمښت لیریکیدا ، دپاکستان اقتصادی ودی ډیره چټکه کړی .
شمشاد احمد خان په دوام کې دسولې دپایپ لاین د نه بشپړولو لپاره پر پاکستان له سیمې د و رآخوا او ځینو بهرنیو قدرتونو دباؤته اشاره وکړه او وې وئیل ، دغه هیوادونه یوازې دخپلو ګټو په فکر کې دی ، او دپاکستان د ولس ګټو او ضرورت ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی ، نو ځکه دپاکستان حکومت باید دغو واقعیَتونو ته په پام سره باید پریکنده فیصله وکړی .
ټاکل شوې ده د اسلامی ایران خارجه وزیر سبا یکشنبې ورځې دایران او پاکستان دتجارتی اړیکو دپراختیا لپاره د یوه لوړروتبه اقتصادی اوتجارتی پلاوی په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړی .
دسولې دپایپ لاین نومې له ایرانه پاکستان ته د ګیس د رسونې پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچ راهسې پیل شوې، خو دځینو هیوادونو په لاسوهنو سره ئې په پاکستان کې اجرا تر دې دمه ځنډیدلې ده .