پاکستان دنورو هیوادونو پرضد نه استعمالیږی
-
دامریکا ولسمشر پاکستان د ترهګرو لپاره امن پناه ځای بللی چې دغه چارې د پاکسان چارواکي غوسه کړي وو .
تسنیم خبری اژانس وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر احمد اعزاز چوهدری ټینګار وکړ د اسلام اباد حکومت اجازه نه ورکوی دپاکستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد استعمال شی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د پاکستان خاوره د نورو هیوادونو دګټو پرضد نه استعمالیږی وویل د افغانستان د اوسنیو مشکلاتو حل لاره خبرې اترې دی او د امریکا چارواکی باید له پوځی لارې د افغانستان د مسلې دحل کیدا په فکر کښې ونه وسی .
اعزاز چوهدری په سیمه او په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا ادعا ته په اشارې سره وویل د اسلام اباد حکومت له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې جدی دی .
دپاکستان پرضد دامریکا د ولسمشر ټرمپ له تورونو لګولو وروسته د ۲۰۱۷ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې د دواړوهیوادونو اړیکې خرابې شوی دی .
دامریکا ولسمشر پاکستان د ترهګرو لپاره امن پناه ځای بللی چې دغه چارې د پاکسان چارواکی غوسه کړی وو .