ایران یوازې ګاونډی هیواد نه بلکې دپاکستان ورور او دوست هیوادهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67317-ایران_یوازې_ګاونډی_هیواد_نه_بلکې_دپاکستان_ورور_او_دوست_هیوادهم_دی
دواړو لورو همداراز په دغې کتنې کې دبانکی ، امنیتی ملګرتیاؤ او دسیمه ایزو موضوعګانو په تبیره بیا دیمن او سورئې د وروستیو حالاتو او دغه راز د څو اړخیزو ملګرتیاؤ په باب هم خبرې اترې وکړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 13, 2018 01:38 Asia/Kabul
  • ایران یوازې ګاونډی هیواد نه بلکې دپاکستان ورور او دوست هیوادهم دی

دواړو لورو همداراز په دغې کتنې کې دبانکی ، امنیتی ملګرتیاؤ او دسیمه ایزو موضوعګانو په تبیره بیا دیمن او سورئې د وروستیو حالاتو او دغه راز د څو اړخیزو ملګرتیاؤ په باب هم خبرې اترې وکړې .

زمونږخبریال راپورراکړ د  ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف بیګا دپاکستان په اسلام اباد کې  د  دغه هیواد  د  ولسی جرګې له مشر سردار ایاز صادق سره په کتنې کې  د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د  دپارلیمانی  اړیکو په باب  دنظر تبادله  او د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا په باب خبرې اترې وکړې.

  دپآکستان د ولسی جرګې  مشر  سردار آیاز  په دغې کتنې کې   د دواړو هیوادونو  ډیرو ښو او نزدو اړیکو ته   په اشارې سره   ووئیل ،  ایران  یوازې   یو ګاونډی هیواد نه دی بلکې   دپاکستان یو دوست ،ملګری او ورور هیواد هم دی .

  دواړو لورو  همداراز په دغې کتنې کې  دبانکی ، امنیتی  ملګرتیاؤ او  دسیمه ایزو  موضوعګانو په تبیره  بیا دیمن او سورئې  د وروستیو حالاتو   او  دغه راز د  څو اړخیزو ملګرتیاؤ  په باب هم خبرې اترې وکړې .

 دایران خارجه وزیر له دې مخکې   دپاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ، خارجه وزیر خواجه آصف او دغه راز  دکورنیو چارو له وزیر   احسن اقبال سره  هم د دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو   موضوعګانو په باب هم  لیده کاته وکړل  او دغه راز  ئې    د ایران اوپاکستان  داړیکو   د اویایمې کلیزې   په دستورو او  د دواړو هیوادونو د په تجارتی  ناستې کې هم ویناوې وکړې .