د پاکستان عمران خان په بوټ وویشتل شو
Mar 14, 2018 01:23 Asia/Kabul
-
دپاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو د رایو د جذبولو لپاره د سیاسي ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات سیمه کښې یوه (۱)نامعلوم سړی د تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشت خو بوټ د دغه ګوند دیوه(۱) سیاستوال علیم خان په سینې ولګید .
پولیسو بوټ ویشتونکی ونیوه او د تحریک انصاف مشر عمران خان له دغه پیښې وروسته وینا ختمه کړه او د غونډې د ترسره کونکو مننه یې وکړه .
څه موده مخکې دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې یوه(۱) کس په مخکینی لومړی وزیر او دمسلم لیګ د نوازشریف څانګې په پخوانی مشر نوازشریف د بوټ ګوزار کړی وو .
دپاکستان په خارجه وزیر خواجه اصف هم یوه (۱)کس توره سیاهی شیندلی وه .
دپاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو د رایو د جذبولو لپاره د سیاسی ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .