د پاکستان عمران خان په بوټ وویشتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67387-د_پاکستان_عمران_خان_په_بوټ_وویشتل_شو
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات سیمه کښې یوه (۱)نامعلوم سړی د تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشت خو بوټ د دغه ګوند دیوه(۱) سیاستوال علیم خان په سینې ولګید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 01:23 Asia/Kabul
  • دپاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو  د رایو د جذبولو لپاره د سیاسي ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .
    دپاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو د رایو د جذبولو لپاره د سیاسي ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات سیمه کښې یوه (۱)نامعلوم سړی د تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشت خو بوټ د دغه ګوند دیوه(۱) سیاستوال علیم خان په سینې ولګید .

پولیسو بوټ ویشتونکی ونیوه او د تحریک انصاف مشر عمران خان له دغه پیښې وروسته وینا ختمه کړه او د غونډې د ترسره کونکو مننه یې وکړه .

څه موده مخکې  دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې یوه(۱) کس په مخکینی  لومړی وزیر او دمسلم لیګ د نوازشریف څانګې په پخوانی مشر نوازشریف د بوټ ګوزار  کړی وو .

دپاکستان په خارجه وزیر خواجه اصف هم یوه (۱)کس توره سیاهی شیندلی وه .

دپاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو  د رایو د جذبولو لپاره د سیاسی ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .