نواز شریف محکمې ته وړاندې شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67543-نواز_شریف_محکمې_ته_وړاندې_شو
د پاکستان څنګته کړی شوی وزیراعظم محمد نواز شریف نن سهار په اسلام آباد کښې سره له خپلې لور او زومه، تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضر شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 16, 2018 15:59 Asia/Kabul
  • نواز شریف محکمې ته وړاندې شو

د پاکستان څنګته کړی شوی وزیراعظم محمد نواز شریف نن سهار په اسلام آباد کښې سره له خپلې لور او زومه، تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضر شو.

د اسلام آباد په محکمه کښې د پخواني وزیراعظم د مالي فساد په دوسیې غور کیږي او نواز شریف باید د دغه فساد په هکله ځواب ورکړي.

د نواز شریف کورنۍ وايي چې د دوي خلاف دوسیې په سیاسي انګیزو سره جوړې شوې دي.

د پاکستان سترې محکمې په دې وروستیو کښې په یو صادر کړي حکم کښې محمد نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ هم سلبِ صلاحیت کړ.

دغې محکمې نواز شریف په جنورۍ میاشت کښې د مالي فساد په تور د وزیراعظمۍ له مقامه عزل کړی دی.