پاکستان باید د افغانستان په چارو کښې استازی وټاکی
-
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ(Durand) سرحدي کرښې او په سرحدونو کښې امنیتي پوستو دجوړولوپه شمول د مسائلو په اړه له یوبل سره اختلاف لري .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی دفاع وزیر« اصف یاسین ملک «له افغانستان سره د خپل هیواد داړیکود ښه کیدا لپاره وړاندیز وکړ د اسلام اباد حکومت باید دافغانستان په چارو دغور لپاره ځانګړی استازی وټاکی .
هغه وویل د افغانستان له حکومت سره دتعامل او د پاکستان او دافغانستان ترمینځ د تاوتریخوالو د له مینځه وړلو لپاره اسلام اباد دافغانستان په چارو کښې ځانګړی استازی وټاکی او هغه نیغ په نیغه د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی تر څارنې لاندې کار وکړی .
د پاکستان پخوانی دفاع وزیر اصف یاسین ملک په دې خبرې سره چې باید تضیمن دې ورکړل شی دپاکستان خاوره دې د افغانستان پرضد استعمال نشی ټینګار وکړ دواړه هیوادونه په خپلو مشکلاتو د غور لپاره ګډه او معلومه ستراتیژۍ وټاکی .
تراوسه د سرحدی اختلافاتو د حل لپاره د افغانستان او دپاکستان د چارواکو ترمینځ څو ځله خبرې شوی خو هیڅه نتیجه یې نه ده لرلی .
داپه دسې حال کښې دی چې کابل ته د پاکستان دملی امنیت د سلاکار ناصر جنجوعه له سفر وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وغوښتل له افغانستان سره دخبرو د پیلولو لپاره کابل ته ورشی .
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ(Durand) سرحدی کرښې او په سرحدونو کښې امنیتی پوستو دجوړولوپه شمول د مسائلو په اړه له یوبل سره اختلاف لری او دواړه هیوادونه یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .