اسلام اباد دې دګوادر اوچابهاربندرونو دیوځای کیداپه باب دایران وړاندیز ومنی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67864-اسلام_اباد_دې_دګوادر_اوچابهاربندرونو_دیوځای_کیداپه_باب_دایران_وړاندیز_ومنی
په پاکستان کې دایرانیو بانکونو اوپه ایران کې دپاکستانیو بانکونو څانګې باید پرانیستل شی او د دواړو هیوادونو د تاجرانو اوښاریزو لپاره ه م هم لازمې آسانتیاوې برابرې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • اسلام  اباد دې دګوادر اوچابهاربندرونو دیوځای کیداپه باب دایران وړاندیز ومنی

په پاکستان کې دایرانیو بانکونو اوپه ایران کې دپاکستانیو بانکونو څانګې باید پرانیستل شی او د دواړو هیوادونو د تاجرانو اوښاریزو لپاره ه م هم لازمې آسانتیاوې برابرې شی .

 ایرناخبری آژانس  راپورورکړ  دایران اوپاکستان دتجارتی ټولنې  مشر  خواجه حبیب الرحمان  پرون مازدیګر  داسلامی ایرا ن له تجارتی سلایار سره په کتنې کې  پاکستان ته  د ایران دخارجه  وزیر  محمد جواد وروستی سفر  د دواړو هیوادونو دتجارتی اړیکو  د شفافیّت عامل وبالۀ او  وې وئیل ، اسلام اباد باید  د خپل هیواد د ګټو او اقتصادی  ودې لپاره    د  ګوادر اوچابهار بندرونو سره یو ځای کیدا  لپاره دایرانی لوری وړاندیز  ومنی ،ځکه  ایران اوپاکستان  په لازیات تعامل او ملګرتیا سره  دسیمې برخلیک بدلولی شی .

 حبیب الرحمن  روښانه کړې ، لازمه ده چې  دمحدودیّتونو  دپراختیا په ځای ،  دارتباطی چینل  په جوړولو سره ،  درست ګاونډیان له یوه بل سره   یو ځای ا ومتحد شی .

 دپآکستان او ایران دتجارتی ټولنې مشر   ددې خبرې په کولو سره چې  ډیر زر د دواړو هیوادونو ترمینځ  دآزاد تجارت  تړون نهائی شی ،  په دوام کې ووئیل ،  د ګوادر اوچابهار بندرونو  دګنډل کیدا  لپاره  لازم اقدامات  هم شوی دی او هیله  من یووو چې په راتلونکو څو کلونو کې  د دواړو هیوادونو د  تجارتی مبادلاتو اندازه   له پنځه میلیارډ ډالری ارزښته زیاته شی .  هغه همداراز  د دوو اړخیز تجارت دپراختیا دخنډونو دلیرې  کولو په ضرورت په ټینګار سره  روانه کړې ،   په پاکستان کې دایرانیو بانکونو اوپه ایران کې دپاکستانیو بانکونو څانګې باید پرانیستل شی  او د دواړو هیوادونو د تاجرانو اوښاریزو  لپاره  ه م  هم لازمې آسانتیاوې برابرې شی .