د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا تپلی فرمان هیڅکله هم نه مني
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي
پارس ټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران خپلې ملي ګټې د پرېکړو بنسټ ګرځوي او د امریکا د هڅو پر وړاندې چې غواړي خپلې غوښتنې پر ایران وتپي، تهران به د واشنګټن تپلي فرمان ته تسلیم نه شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقایي پرون د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ګټو او مصلحتونو پر بنسټ بدلونونه ارزوي او خپل نظرونه څرګندوي، او په پاي کې به د باصلاحیته مراجعو له خوا چې هره پرېکړه وشي، د هغې پر بنسټ عمل کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: امریکا هر ځل په یوې پلمې خپل تېري کوونکي اقدامات ترسره کړي او له شک پرته ئې لازم ځواب هم ترلاسه کړی دی.
هغه زیاته کړه: «دا کړنې یوازې د امریکا بد نیتي نه څرګندوي، بلکې دا هم ښئي چې امریکایان له یوې خوا له سرګردانۍ سره مخ دي او له بلې خوا پر زیات غوښتنو روږدي شوي دي؛ د وی د خبرو اترو مفهوم ،له تپلو او فرمان ورکولو سره ګډ کړی، خو دا کار به د ایران په اړه هېڅکله نتیجه ورنه کړي.»
بقائي وویل: امریکا پخپلو محاسباتي تېروتنوسره ، د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د یو غیرقانوني جنګ په ترسره کولو او تر یوه حده په دغه جنګ کې په ښکېلیدا سره د ټولې سیمې او نړۍ د ښکیلولو له امله له ستومانه کونکي وضعیت سره مخ شوې ده.
هغه زیاته کړه: «هغه ټول اقدامات چې امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي تېري پر مهال کړي، زمونږ له نظره، هر یو په جلا توګه د جنګي جنایت مصداق دی. دا جنګ هېڅ قانوني بنسټ نه لري؛ په بشپړه توګه یو ظالمانه او غیرقانوني تپونکی جنګ دی او ټول ترسره شوي اقدامات جنګي جنایتونه بلل کېږي.