پر ایران تېری په سیمې  کې د بحران او ترینګلتیاؤ  لامل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177522-پر_ایران_تېری_په_سیمې_کې_د_بحران_او_ترینګلتیاؤ_لامل_شو
پارس ټوډې ـ د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای ملګرتیاموسیسې  په  سرمشریزې  کې وویل: د ایران  د اسلامي جمهوریت  د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي، چې د دغې موسیسې  یو مهم غړی دی، د روان کال په پیل کې په سیمې کې د یوه ستر بحران لامل شوه او  د شخړو  یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده.
(last modified 2026-09-02T00:45:44+00:00 )
Sep 02, 2026 05:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
    د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف

پارس ټوډې ـ د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای ملګرتیاموسیسې  په  سرمشریزې  کې وویل: د ایران  د اسلامي جمهوریت  د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي، چې د دغې موسیسې  یو مهم غړی دی، د روان کال په پیل کې په سیمې کې د یوه ستر بحران لامل شوه او  د شخړو  یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، شهباز شریف پرون ناوخته د قرغزستان په پلازمېنې بشکیک کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې د غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزې کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت  ، چې د شانګهای ملګرتیاموسیسې یو مهم غړی هیواد دی ، د روان میلادي کال په پیل کې له برید سره مخ شو او د دغه هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا  خلاف ورزي وشوه. دغه چاره په سیمې کې د یوه ستر بحران د رامنځته کېدو لامل وګرځېده.

شهباز شریف څرګنده کړه چې د همدې ستر سیمه‌ییز بحران له امله د ټرانسپورتي لارو بندېدل د نړۍ اقتصادي او معیشتي بهیرونه له سختو ترینګلتیاؤ سره مخ شول او ګڼو هېوادونو، په تیره بیا  پاکستان، له دې امله منفي پایلې وزغملې.

هغه وویل: پاکستان په ټینګه د سولې غوښتونکی دی او د مینځګړیتوب او د خبرو د اسانتیا لپاره به خپل صادقانه ماموریت ته دوام ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ: ډیپلوماسي له بحران څخه د وتلو یوازینۍ دوامداره حل‌لاره ده او  د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک عملي کول به د سولې او ثبات په ټینګښت کې ستره مرسته وکړي.

هغه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ګډ دفاعي تړون په اړه وویل: دغه تړون په طبیعي ډول دفاعي بڼه لري، د هېڅ هېواد پر ضد نه دی او هېڅکله د مقابلې یا وېش لپاره نه دی پلان شوی.

د پاکستان لومړي وزیر په غزې او لوېدیځي غاړې کې د وضعیت د خرابېدو په اړه ژوَره اندېښنه څرګنده کړه، د فلسطینیانو په ضد  ئې د جنګ  د درولو غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د فلسطین له خلکو سره د مرستې په برخې کې خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي.