د پاکستان په شمال لویدیځ کی یو شمیر ترهه ګر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67890-د_پاکستان_په_شمال_لویدیځ_کی_یو_شمیر_ترهه_ګر_ونیول_شول
د پاکستان د تروریزم ضد ادارې، په خیبر پختونخواه صوبه کی د دری ترهه ګرو د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2018 11:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمال لویدیځ کی یو شمیر ترهه ګر ونیول شول

د پاکستان د تروریزم ضد ادارې، په خیبر پختونخواه صوبه کی د دری ترهه ګرو د نیولو خبر ورکړ.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبی د« ډیره اسماعیل خان » ښار د ټروریزم ضد ادارې، نن جمعه اعلان وکړ: دغه ترهه ګر؛ چی له هغوی څخه  چاودیدونکی توکی، او څو میله وسلې نیولی شوی، بیګاه د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کی ونیول شول. دغې ادارې د نیول شویو کسانو هویت ته اشاره ونه کړه.

د پاکستانی سرچینو په وینا؛ نیول شویو کسانو د« ډیره اسماعیل خان » د شیعیانو په ټرور کی لاس لرلئ دئ.

د جماعت الاحراز؛ او لښکر جهنګوی په شمول، ترهه ګری ډلې د پاکستان په خیبر پختونخواه صوبه کی فعالی دی، او اوس مهال دغه صوبه؛ د ترهه ګرو په پټن ځای بدله شوې ده.