د پاکستان سفیر له هند سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67922-د_پاکستان_سفیر_له_هند_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
په هندوستان کښې د پاکستان سفیر د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د دوستانه او صلحه ایزو اړیکو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 10:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان سفیر له هند سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

په هندوستان کښې د پاکستان سفیر د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د دوستانه او صلحه ایزو اړیکو غوښتونکی شو.

د ایرنا د خبر له مخې، سهیل محمود په نوي ډیلي کښې د پاکستان د ملي ورځې د درنښت په مراسمو کښې خپله وینا کښې وویل: هند او پاکستان د خپلو اختلافاتو د هواري لپاره خبرې اترې کولی شي.

دغه پاکستاني سفارتکار زیاته کړه: د کشمیر مسئله په صلحه ایزه توګه او د خبرواترو او ډیپلماسۍ له لارې هواریدی شي او په سویلي آسیا کښې به صلحه، امنیت، ثبات او وده د ګډ صلحه ایز ژوند له لارې ترلاسه شي.

د ویلو ده چې د پاکستان سفیر یوه اونۍ پس له دې چې اسلام آباد په نوي ډیلي کښې له پاکستاني ډیپلماټانو سره د بد سلوک د مسئلې په هکله سلامشورې لپاره پاکستان ته ورغوښتی و، نوي ډیلي ته ستون شو.

هند او پاکستان په تیرو دوو اونیو کښې یو او بل په نوي ډیلي او اسلام آباد کښې د یو بل له سفارتکارانو سره په بد سلوک او مزاحمت تورن کړي دي.