دایران پاکستان داړیکوپراختیا ددواړوهیوادونودملتونوپه ګټه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68088-دایران_پاکستان_داړیکوپراختیا_ددواړوهیوادونودملتونوپه_ګټه_ده
دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر دپاکستان دملی امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوعه سره هم د دوواړخیزو مسئلو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمبارزې او دسرحدی مشکلاتو په باب هم خبرې اترې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2018 15:00 Asia/Kabul
  • دایران پاکستان داړیکوپراختیا ددواړوهیوادونودملتونوپه ګټه ده

دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر دپاکستان دملی امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوعه سره هم د دوواړخیزو مسئلو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمبارزې او دسرحدی مشکلاتو په باب هم خبرې اترې وکړې .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژیکو اړیکو مشر کمال خرازی نن  په اسلام اباد کې د پاکستان دمشرانو جرګې  دواکمن ګوند  داستازو له مشر راجه ظفرالحق سره په کتنې کې  له ترهه ګرۍ  سره په مبارزې کې دملګرتیاؤ د زیاتیدا او د دوو اړخیزو  ملګتریاؤ دپرختیا په باب  خبرې اترې وکړی . کمال خرازی  په دغې کتنې کې  د دواړو هیوادونو  د اقتصادی ملګرتیاؤ پر پراختیا ، پاکستان ته دایران  دګیسو د پایپ لاین  دپروزې  پر اجرائی کیدا او د بانکی مبادلاتو دمشکل     پر حل ټینګار وکړ او دا چاره ئې د دووګاونډیو هیوادونو داړیکو دپراختیا لامل وبلله .

 هغه همداراز  دپاکستان د جمعیّت علمای  اسلام ف څانګې له مشر مولانا فضل الرحمن سره  هم په کتنې کې  دفراط پالنې  د بلا  په مخنیوی کې  د مذهبی عالمانو اوسیاسی ګوندونو   د رول یادونه وکړه او وې وئیل ،  د ا سلام دښمنان افغانستان اوپاکستان   ته د داعشی عناصرو  په منتقلولو بوخت دی چې  د دوو دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا د دښمنانو د دغې دسیسې مخنیوی کولی شی. 

  هغه  په افغانستان وپاکستان کې داعشی ترهه ګرو پراختیا  یوه جدی خطره وبلله او  د دواړو هیوادونو د تعاملاتو په  زیاتیدا ئې ټینګار وکؤ ؟

 دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر   دپاکستان دملی امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوعه  سره  هم  د دوواړخیزو مسئلو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې  سره دمبارزې  او دسرحدی  مشکلاتو په باب هم  خبرې اترې وکړې .

 دایران د بهرنیو اړیکود سټراټژیکې  شورا مشر  پرون  له کابله اسلام اباد ته تللی څو د دغه هیواد له لوړ پوړو  سیاسی اوامنیتی چارواکو سره  د دوو اړخیزو  اړیکو او دسیمه ایزو  اونړیوالو مسئلو په باب مشورې اوخبرې اترې  وکړی .