ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مهم رول لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68176-ایران_له_ترهګرۍ_سره_په_مبارزې_کښې_مهم_رول_لری
د پاکستان د سیاسی مسائلو کارپیژاند جاوید اقبال خان پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په سیمه کښې له ترهګرۍ(Terrorism) سره په مبارزې کښې د ایران داسلامی جمهوریت رول وستایه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 00:39 Asia/Kabul
  • امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دوه ګوڼه کړچار لري او د باور وړ هیواد نه دی .
    امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دوه ګوڼه کړچار لري او د باور وړ هیواد نه دی .

د پاکستان د سیاسی مسائلو کارپیژاند جاوید اقبال خان پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په سیمه کښې له ترهګرۍ(Terrorism) سره په مبارزې کښې د ایران داسلامی جمهوریت رول وستایه .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت دعراق او د سوریې په شمول په مینځنی ختیځ  سیمه کښې په ترهګرو ډلو بریالیتوب کښې مهم رول ولوبوه او دغه خبره ټولو خلکو ته معلومه ده .

دپاکستان دغه سیاسی فعال  دغه راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران او دامریکا د رول د تفاوت او توپیر په اړه وویل امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دوه ګوڼه کړچار لری او د باور وړ هیواد نه دی .

هغه وویل ټول هیوادونه باید له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دایران داسلامی جمهوریت ملاتړ وکړی .

امریکا له سعودی عربستان،  بریتانیا، فرانسې ، جرمنی ، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو، قطر، بحرین ، کویت ، متحده عربی اماراتو وغیره سره یوځاې په نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره پوځی ، استخباراتی او  مالی مرسته کونکی ده .