پاکستان د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټی رژیم جنایتونه وغندل
Mar 31, 2018 09:54 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزیر؛ د غزې تراړې په سیمه کی د فلسطینیانو په خلاف، د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو جنایتونه وغندل.
د ترلاسه شوی راپور سره سم؛ د پاکستان خارجه وزیر« خواجه محمد آصف » نن شنبه؛ د غزې په تړانګه کی د یو شمیر فلسطینیانو په شهیدانولو کی، د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د جنایت په غندلو سره، له دغه رژیم څخه وغوښتل چی د فلسطینیانو په ضد جنایتونه پایته ورسوی.
د پاکستان خارجه وزیر، په صهیونیسټی رژیم د نیوکی په کولو سره زیاته کړه: د فلسطینیانو په خلاف د یاد رژیم د جنایتونو دوام، د فلسطینی مسلمانانو نسل وژل دی.
د صهیونیسټی رژیم پوځیانو پرون جمعه، په غزه کی په فلسطینی مظاهره چیانو د ډزې په کولو سره، ۱۵ فلسطینیان شهیدان کړی، او له ۱۲۰۰ ؤ څخه زیات شمیر کسان یی ټپیان کړل.