دپاکستان حکومت دترهګرو په مخه نیولو کښې ناکامه دی
-
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، امریکا ، اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان مذهبی او سیاسی ګوندونو له ترهګرو ډلو سره دمقابلې لپاره د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه .
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ، د بلوچستان شیعه کانفرنس ، او نورو سیاسی او مذهبی ګوندونو نن په یوې(۱) بیانیې کښې وویل حکومت نه یوازې دترهګرو ډلو دحملو په پاې ته رسولو کښې پاتې راغلی دی بلکې دشیعه مسلمانانو په جوماتونو ، امامباړو او مذهبی ځایونو ټروریسټی حملې هم زیاتې شوی دی .
له دې مخکې هم دپاکستان مذهبی او سیاسی شخصیتونو د اسلام اباد حکومت له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې په سستۍ تورن کړی وو .
ترهګرو پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په کویټه ښار کښې په شیعه مسلمانانو ډزو سره یو (۱)تن وواژه او یو(۱)بل ژوبل کړ.
د جماعت الاحرار ، سپاه صحابه او دلشکر جهنګوی په شمول کابو شل(۲۰) ترهګرې ډلې په پاکستان کښې فعالیتونه کوی او دوې د شیعه او سنی مسلمانانو په وژلو او د هغوې د سپیڅلیو ځایونو په سپکاوی کښې رول لری .
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات ، امریکا ، اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .