دپاکستان لوړرتبه پلاوی کابل ته رسیدلی دی
-
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدي کرښې په شمول دیوشمیر موردونو په اړه اختلافات لري .
زمونږخبریال وایی د پاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د افغانستان له چارواکو سره دخبرو لپاره نن کابل ته ورسید .
دپاکستان د بهرنیو چارو دوزارت مرستیاله میرمن «تهمینه جنجوعه »ددغه لوړرتبه پلاوی مشرۍ پرغاړه لری .
دافغانستان او دپاکستان پلاویو په تیرو میاشتو کښې دوه (۲)ځله په اسلام اباد او کابل کښې د افغانستان د سولې دخبرو او د دواړو هیوادونو د اختلافاتو دحل لپاره غوندې وکړې خو هیڅ نتیجه یې ورنکړه .
په افغانستان کښې د ترهګرو حملو له زیاتیدا وروسته پاکستان او افغانستان موافقه وکړه له ترهګرۍ سره دمبارزې او دواړو هیوادونو ته داړونده سیمه ییزو مسایلو په باره کښې دوه اړخیزه خبرې ترسره کړی .
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدی کرښې په شمول دیوشمیر موردونو په اړه اختلافات لری او دواړه یوبل له ترهګرو ډلوپه ملاتړ تورنوی .