پښتون تحفظ غورځنګ دپاکستان ضد ایجنډه نلری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68408-پښتون_تحفظ_غورځنګ_دپاکستان_ضد_ایجنډه_نلری
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو وویل دوې د هیواد پرضد هیڅ ایجنډه نلری او ټولې غوښتنې یې د پاکستان له اساسی قانون سره سمون خوری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 12:06 Asia/Kabul
  • زمونږ ټولې غوښتنې او فعالیتونه د عدم تشدد د فلسفې پراساس دي .
    زمونږ ټولې غوښتنې او فعالیتونه د عدم تشدد د فلسفې پراساس دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو وویل دوې د هیواد پرضد هیڅ ایجنډه نلری او ټولې غوښتنې یې د پاکستان له اساسی قانون سره سمون خوری .

دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو پرون دخیبر قبایلی سیمې په لنډی کوتل کښې په باچا خان چوک کښې یوې غونډې ته په وینا کښې  په رسنیو کښې د ډوې پرضد ناوړه کمپاین نیوکه وکړه کوم چې دوې خائنان او د هیواد د دښمانانو عاملان ګڼی .

د پاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ مشرانو وویل دغه غورځنګ نه دی هیواد پرضد دی او دنه د هیواد دکومې ادارې پرضد او زمونږ د کوششونو هدف دپښتنو د ترهګرۍ د ځپلیو سیمو لپاره د قانونی او د جایزو حقونو ترلاسه کول دی .

هغوې وویل زمونږ ټولې غوښتنې او فعالیتونه د عدم تشدد د فلسفې پراساس دی ..

دپښتون تحفظ غورځنګ مشرانو ویل چې په قبایلی سیمو کښې دپلټنې په پوستو کښې  د حکومتی ملیشا ځواکونو پرځاې خاصه دار ځواکونه دیره شی او استخباراتی ادارې دې د پلټڼې په مرکزونو کښې د قبایلی سیمو د خلکو له  بې احترامۍ کولو ډډه وکړی او هغوې د پاکونې دعملیاتو په نوم له خلکو سره ناوړه چلند بندکړی .

په دغه غونډې کښې د خیبر قبایلی سیمې دځینو بې درکه شویو کسانو خپلوانو چې په لاسونو کښې یې دهغوې عسکونه نیولی وو ګډون وکړ او دخپلو بې درکه شویو کسانو د زر دخوشی کولوغوښتنه یې وکړه .