د پاکستان خارجه وزیر؛ له امریکی سره په همکارۍ نیوکه وکړه
Apr 03, 2018 09:35 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزیر اعلان وکړ: له واشنګټن سره د اسلام آباد همکارۍ، د پاکستان لپاره کومه ګټه نه ده لرلې.
په اسلام آباد کی د فارس خبری آژانس د راپور په اساس،« خواجه محمد آصف » وویل: له امریکی سره په تیره بیا د افغانستان په کړکیچ کی، د پاکستان له پراخی همکارۍ سره سره، د اسلام آباد په ضد د واشنګټن له بندیزونو پرته؛ بل څه مو نه دی ترلاسه کړی.
د پاکستان خارجه وزیر؛ همداراز د روسیی او امریکی ډیپلماټیکو اختلافاتو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو ترمنځ د سړې جګړې د رامنځته کیدو په صورت کی به، پاکستان بی پلوه پاتی شی.
محمد آصف تاکید وکړ: په اوسنیو شرایطو کی؛ چین د پاکستان د اعتماد وړ دوست دئ، او په هره زمینه کی به له دغه هیواد سره ملګرتیا وکړو.