ملګروملتونو د کیوبا پرضد د امریکا اقتصادي نسل کشۍ وغندله
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا د کیوبا پرضد د شپیته کاله اقتصادي نسل کشۍ په غندلو سره وویل د امریکا یواړخیزه قهري اقداماتو د کیوبا په نفوسو په تیره بیا په ښځو، ماشومانو، بوډاګانو، معیوبو کسانو او په سختو ناروغیو باندې اخته کسانو باندې ورانونکي اغیزونه لرلي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په یوه راپور کښې د کیوبا پرضد د امریکا د یواړخیزه قهري اقداماتو د پایلو په اړه یوه راپور کښې دغه سیاست له کیوبا سره د امریکا د اړیکو په تاریخ کښې د دا ډول اقداماتو تر ټولو زړه نمونه وبلله.
د بشري حقوقو شورا په دغه سند کښې ټینګار وکړ کیوبا د امریکا د یواړخیزه قهري اقداماتو د پایلو په دلیل د بشري حقوقو د تحقق په لاره کښې له جډي خنډونو سره مخ ده.
د بشري حقوقو د شورا راپور د کیوبا د خوړو امنیت یوه هغه حوزره بللې ده چې
د امریکا د اقداماتو په وجه تر ډیر اغیز لاندې ورغلې ده.
د بشري حقوقو شورا دغه راز د کیوبا د سلامتیا په برخه باندې د امریکا د کلابندۍ د اغیزونو په هکله خبرداري سره وویل د کیوبا د سلامتیا نظام هم تر ډیر اغیز لاندې ورغلی دی.