پاکستانیانو د کشمیریانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
کشمیر کښې د هند او پاکستان ترمینځ د شخړې د زیاتیدو له امله پاکستانیان پرون د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د اعلانولو په موخه سړکونو ته راووتل.
د ایرنا د خبر له مخې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندي ځواکونو او معترضانو ترمینځ د تیرې اونۍ د یکشنبې ورځې له نښتو وروسته لږترلږه شل تنه وژل شوي او ۷۰ نور زخمي شوي دي.
په پاکستان کښې دغه لاریون او اعتراضونه د فیډرل حکومت له بیړنۍ غونډې وروسته وشول او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په دغه غونډه کښې وویل چې د کشمیر د خلکو د ملاتړ لپاره د اپریل شپږمه، د یادې سیمې له خلکو سره د پيوستون ورځ ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د هر کال د فرورۍ د میاشتې پنځمه، د پاکستان په کال هنداره کښې د کشمیر له خلکو سره د پيوستون ورځ نوموله شوې ده خو د وروستیو پيښو د رامینځته کیدو په وجه پرون هم په پاکستان کښې د کشمیر له خلکو د ملاتړ لاریون وشه.
د جماعت اسلامي، علمای اسلامي پاکستان او داسې نورو مذهبي ګوندونو هم په پروني لاریون کښې رول ولوبوه.
کلونه وشول چې هندوستاند خپلو زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې نیولې دي او په تیرو دریو لسیز وکښې یې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.
د کشمیر خلک د خپلې سیمې د وضعیت د ټاکنې لپاره د ټولپوښتنې د کیدو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا کیدو غوښتونکي دي.