تهران کښې هم له کشمیریانو سره د پیوستون مراسم وشول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68668-تهران_کښې_هم_له_کشمیریانو_سره_د_پیوستون_مراسم_وشول
په تهران کښې د پاکستان سفارت هم له کشمیریانو سره د پیوستون د اعلان لپاره چې په دې وروستیو کښې د هندي پوځیانو له ډیرې بد ډول وحشي توب او بې رحمانه کړچار سره مخ دي، یولړ مراسم ترسره کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2018 01:24 Asia/Kabul
  • تهران کښې هم له کشمیریانو سره د پیوستون مراسم وشول

په تهران کښې د پاکستان سفارت هم له کشمیریانو سره د پیوستون د اعلان لپاره چې په دې وروستیو کښې د هندي پوځیانو له ډیرې بد ډول وحشي توب او بې رحمانه کړچار سره مخ دي، یولړ مراسم ترسره کړل.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په تهران کښې د پاکستان سفیر آصف علي خان دراني پرون د هند تر کنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د پیوستون په مراسمو کښې وویل: د دغه هیواد د پوځیانو لخوا د زور او وحشیانو طریقو کارول ونه توانیدل چې د کشمیر د خلکو مبارزه وځپي ځکه چې د کشمیر خلک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په خپل حق پسې دي.

هغه همداشان د کشمیر د خلکو خلاف د هندي پوځیانو تشدد او وحشي توب ته په اشارې سره له نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د کشمیر د خلکو خلاف د خپلو جنایتونو بندولو ته د نوي ډیلي د مجبورولو لپاره د هندوستان په حکومت دباؤ واچوي.