پاکستان د افغانستان د خارجه وزارت ادعا رد کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد لخوا د افغانستان د هوايي حریم د خلاف ورزۍ په هکله د دغه هیواد ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا ډول ادعاوې په سیمه کښې ناامنۍ ته لمن وهي.
د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت دا بې بنیاده ادعاوې په سیمه کښې د شخړې رامینځته کیدو سبب شوي او نظم او امنیت خرابوي.
د ویلو ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو درې ورځې مخکښې د ختیځ ولایت کنړ دانګام ولسوالۍ باندې څلور بمونه غورځولي چې ډیر تاوان یې اړولی دی.
د افغانستان خارجه وزارت د پاکستان د جنګي الوتکو د دغه برید په غندلو سره هغه د خپل هوايي حریم څرګنده خلاف ورزي او د پاکستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې جدي خطا وبلله او اعلان یې وکړ چې د دا ډول بریدونو دوام به د دواړو هیوادونو پر اړیکو ناوړه اغیزې ولري.