خوږې کیسې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177560-خوږې_کیسې
په هر تمځي کې به یوه پند لرونکې کیسه زموږ په تمه وي، څو زموږ ژوند لا ښکلی او رنګین کړي.
(last modified 2026-09-02T10:24:36+00:00 )
Sep 02, 2026 13:12 Asia/Kabul
  • خوږې  کیسې

په هر تمځي کې به یوه پند لرونکې کیسه زموږ په تمه وي، څو زموږ ژوند لا ښکلی او رنګین کړي.

 عزیزانو په دې ټولګه کې به د کیسو پر اورګاډي سپاره شو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر وکړو؛ داسې یوې نړۍ ته چېرې به خپل ورځني فشارونه شاته پرېږدو او خوښۍ به خپله همسفر کړو.

په هر تمځي کې به یو داسې پند لرونکی حکایت زموږ په تمه وي، چې له هغه څخه به زده کړه وکړو او خپل ژوند به لا ښکلی ولیکو. هیله ده تر پایه  رسره د ملګرتیا فرصت ولرئ

نن غواړو چې یوځای د کیسو پر اورګاډي سپاره شو او یوې بلې او په زړه پورې نړۍ ته سفر وکړو؛ داسې نړۍ ته چېرې به د ورځني ژوند فشارونه شاته پرېږدو او خوښۍ به خپله همسفرکړو.

په هر تمځي کې به یوه پند لرونکې کیسه زموږ په تمه وي، څو زموږ ژوند لا ښکلی او رنګین کړي.

نو راځئ، د دې اورېدنيز سفر په لومړي تمځي کې له موږ سره ملګري شئ!

په دغه پروګرام کی  به پخوانیو حکایتونو او له پنده ډکو کیسو ته وګرځو، څو وګورو چې څنګه کولای شو خپل ژوند لا خوشاله، تازه او له پوهاوي سره مخته یوسو.

راځئ، خپل ځان او خپل شاوخوا خلکو ته لا ډېر پام وکړو؛ ځکه زموږ د هر یوه ژوند خپله یوه کیسه ده، داسې کیسه چې موږ کولای شو لا ښکلې یې ولیکو.

خو اوس زموږ لومړۍ کیسه د «مرزبان‌نامه» په نوم له یوه لرغوني کتاب څخه غوره شوې ده.

دا اثر د طبرستان د پخواني یوه شهزاده، مرزبان باوندي، له خوا په څلورمه هجري پېړۍ، چې له لسمې میلادي پېړۍ سره برابره ده، په طبري ژبه لیکل شوی و.

د دې کتاب اصلي نسخه اوس زموږ په لاس کې نشته؛ خو درې پېړۍ وروسته، سعدالدین وراویني په اوومه هجري پېړۍ، چې له دیارلسمې میلادي پېړۍ سره برابره ده، دا کتاب فارسي ته وژباړه او بیا یې ولیکه.

همدا نسخه نن د «مرزبان‌نامه وراویني» په نوم پېژندل کېږي.

په زړه پورې دا ده چې دغه حکایتونه وروسته ترکی، عربي او ځینو نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي.

نن به د «ګیدړ او چرګ»کیسه واورو.

یو مکار ګیدړ، چې ښايي زموږ د ژوند په ځینو برخو کې یې بېلګه ووینو؛ او یو هوښیار چرګ، چې ښايي خپله موږ واوسو.

اوس راځئ واورو چې په دې خوږ او پند لرونکي حکایت کې څه تېرېږي.

یو وخت یو چرګ و. هغه د کیسو له ویلو او اورېدو سره ډېره مینه لرله.

کله به چې یې چرګانې، کوترو او یا مرغانو ته وکتل، له هغوی څخه به یې غوښتل چې خپلې لیدلې یا اورېدلې کیسې ورته وکړي.

هغوی به هم کله چې به یې کوم مهم کار نه درلود، د چرګ بلنه منله، سره به راټول شول او کیسې به یې کولې.

هغوی به هر څه چې په خپلو سترګو لیدلي وو او هر څه چې یې اورېدلي وو، بیانول.

د شغالانو، ګیدړانو او ښکاریانو هغه چلونه او دوکې به یې ورته بیانولې چې د چرګانو د نیولو لپاره به یې کارولې.

همدارنګه به یې هغه پېښې او ستونزې هم بیانولې چې خپله پرې ورغلې وې او یا یې پر خپلو ملګرو لیدلې وې.

چرګ به له دې کیسو څخه ډېرې تجربې ترلاسه کولې.

یوه ورځ چرګ یوازې پاتې و او هغه باغچه چې دی پکې اوسېده، دروازه یې هم خلاصه وه.

چرګ له باغچې څخه کوڅې ته ووت او په قدم وهلو، بېرته له کوڅې څخه باغچې ته ورسېد.

د پسرلي موسم و. اغچه شنه او ښکلې شوې وه.

د ونو ګلان غوړېدلي وو او د ګلونو خوږ بوی په هوا کې خپور و.

چرګ د دې ښکلا په لیدلو ډېر خوشاله شو او په لوړ غږ یې بانګ وکړ.

یو ګیدړ هم په همدې شاوخوا کې و.

د چرګ غږ یې واورېد او د چرګ د غوښې هوس ورغی.

سمدستي یې منډه کړه او چرګ ته نږدې شو.

چرګ چې ګیدړ ولید، له وېرې په دېوال والوت او له هغه ځایه د یوې ونې پر څانګه ورټوپ کړ او هماغلته کښېناست.

ګیدړ چې ولید چرګ ترې لرې شوی، نو په خوږو خبرو او چل ول یې پیل وکړ.

ګیدړ چرګ ته وویل:

ګیدړ:

«ولې د ونې سر ته وخوتې؟

ایا له ما څخه هم وېرېږې؟

زه خو له تا سره هېڅ دښمني نه لرم.

کله چې مې ستا غږ واورېد، ډېر خوند یې راکړ.

ما ولیدل چې ډېر ښکلی غږ لرې.

نو راغلم چې ستا له لیدلو او ملګرتیا څخه خوند واخلم.

هوا هم ډېره ښکلې ده.

ګلان غوړېدلي دي، باغچه شنه شوې ده او ستا خوږ غږ د انسان له زړه څخه غم لرې کوي.

ته څومره هنرمند یې!

راځه، یوځای په دې باغچه کې لږ وګرځو.»

چرګ چې د ګیدړ د چلونو په اړه یې ډېرې کیسې اورېدلې وې او پوهېده چې دا ټولې خبرې یوازې د دې لپاره دي چې دی له ونې څخه ښکته کړي، ځواب یې ورکړ:

«هو، هوا ډېره ښه ده.

باغچه هم شنه او ښکلې ده، ګلان غوړېدلي دي او زما غږ هم دومره بد نه دی.

خو زه تا نه پېژنم.

زما پلار تل نصیحت راته کاوه چې له ناپېژاندو کسانو سره ملګرتیا مه کوه.

همدارنګه یې راته ویل چې له هغه چا سره چې له تا څخه زورور وي، په یوازې سر او په ګوښه ځای کې مه ګرځه.

زه تل د خپل پلار نصیحت په یاد لرم.

او پوهېږم چې ډېر چرګان او چرګانې له ناپېژاندو کسانو سره د ملګرتیا له امله وروسته پښېمانه شوي دي.»

ګیدړ وویل:

«هو، زه ستا له پلار سره هم ډېر نږدې ملګری یم.

څومره ښه سړی و!

له هغه وخت راهیسې چې ته لا کوچنی وې، زه هره ورځ ستاسو کور ته راتلم.

اتفاقاً همدا پرون له ستا پلار سره ناست وم.

هغه ستا ډېرې خبرې کولې او ویل یې:

زوی مې ډېر هوښیار او ځیرک دی.

راشه، یوه بله خبره هم درته وکړم.

ستا پلار له ما څخه غوښتنه کړې وه چې په باغچه کې او له باغچې بهر ستا پام وساتم.»

چرګ ځواب ورکړ:

چرګ:

«زما پلار هېڅکله ستا په اړه له ما سره خبرې نه دي کړي.

او زه هېڅکله په یاد نه لرم چې کوم ګیدړ دې زموږ کور ته تګ راتګ کړی وي.

له دې پرته، زما پلار تېر کال وفات شوی دی.

نو زه حیران یم چې ته څنګه وایې چې پرون دې ورسره خبرې کړې دي؟»

ګیدړ وویل:

«بخښنه غواړم، زما مطلب ستا مور وه.

پرون ستا مور راته سپارښتنه وکړه چې تا یوازې پرېنږدم.

اصلاً زه ستاسو له ټولو خپلوانو سره ملګری یم او ټول زما ستاینه کوي.

اوس که نه غواړې چې له ما سره وګرځې، هېڅ خبره نه ده.

خو که له ما سره د ګرځېدو په اړه احتیاط کوې، زه ډېر خواشینی یم.

ښکاري چې ته لا تر اوسه خپل دوست او دښمن نه پېژنې.

او نه پوهېږم چې چا به زما په اړه درته بد ویلي وي.»

چرګ وویل:

«ما ستا په اړه له هېچا څخه هېڅ نه دي اورېدلي.

خو دومره پوهېږم چې چرګ او ګیدړ باید له یو بل سره ملګرتیا ونه کړي.

ځکه ګیدړ د چرګ له خوړلو سره مینه لري.

نو هوښیار چرګ باید له ګیدړ سره دوستي ونه کړي.»

ګیدړ په خندا ځواب ورکړ:

«دښمن دې وویل؟

دښمن چېرته دی؟

ایا خبر نه یې چې د حیواناتو ترمنځ دښمني له منځه تللې ده؟

د حیواناتو پاچا حکم کړی چې ټول حیوانات باید له یو بل سره ملګري وي او هېڅوک باید بل ته زیان ونه رسوي.

اوس په دې دښته کې لېوه او پسه له یو بل سره ملګري دي.

کورنی چرګ د شغال پر شا سپرېږي او په دښته کې ګرځي.

باز نور کوتري نه ښکار کوي.

او سپی هم له ګیدړ سره هېڅ کار نه لري.

ډېره عجیبه ده چې ته لا هم د حیواناتو د اختلاف خبرې کوې!

دا خبرې نورې زړې شوې دي.

اوس ټول حیوانات له یو بل سره لکه شیدې او بوره ګډ شوي دي؛ یعنې ډېر سره نږدې او صمیمي دي.»

کله چې ګیدړ دا خبرې کولې، چرګ خپله غاړه اوږده کړې وه او هغې لارې ته یې کتل چې د ابادۍ پر لور تلله.

چرګ د ګیدړ خبرو ته هېڅ ځواب نه ورکاوه.

ګیدړ وپوښتل:

«چېرته ګورې چې ستا پام دلته نه دی؟»

چرګ وویل:

«یو حیوان وینم چې د ابادۍ له لوري را روان دی.

نه پوهېږم چې کوم حیوان دی.

خو له ګیدړ څخه لږ لوی ښکاري.

غوږونه او لکۍ یې لوی دي، پښې یې نرۍ او اوږدې دي او د برېښنا او باد په څېر منډې وهي.»

ګیدړ چې دا خبره واورېده، سخت ووېرېد.

نور یې د چرګ د غولولو هڅه پرېښوده.

هغه په فکر کې شو چې کومې خوا ته وتښتي او څنګه ځان ته پناه ځای پیدا کړي او پټ شي.

بیا یې د دښتې پر لور منډه کړه.

چرګ چې ګیدړ یې ډېر وارخطا ولید، ورته یې وویل:

«اوس چېرته ولاړې؟

لږ صبر وکړه، وګورو چې دا راتلونکی حیوان څه شی دی.

کېدای شي هغه هم یو ګیدړ وي!»

ګیدړ وویل:

«نه!

له هغو نښو چې تا راکړې، ښکاري چې هغه یو ښکار کوونکی سپی دی.

او زموږ اړیکې له یو بل سره ښې نه دي.

زه وېره لرم چې ما به وځوروي.»

چرګ وویل:

«نو ته اوس څنګه وایې چې د حیواناتو پاچا حکم کړی چې ټول باید له یو بل سره ملګري وي؟

ته خو ویل چې لېوه او پسه، ګیدړ او چرګ ټول سره دوستان شوي دي او هېڅوک له هېچا سره کار نه لري!»

ګیدړ وویل:

«هو، سمه ده.

خو زه وېره لرم چې ښايي دا سپی هم ستا په څېر لا د پاچا فرمان نه وي اورېدلی.

نو زما پاتې کېدل مناسب نه دي.»

ګیدړ دا خبره وکړه او په منډه وتښتېد.

ښه، ګرانو اورېدونکو!

زموږ د نن ورځې کیسه همدلته پای ته ورسېده.

خو هغه مهم درس چې باید هېڅکله یې هېر نه کړو، دا دی چې په واقعي ژوند کې داسې کسان شته چې ښايي د دې کیسې د ګیدړ په څېر عمل وکړي.

هغوی ممکن په چلونو، دوکو او فریب سره وغواړي زموږ له ساده‌ګۍ څخه ناوړه ګټه واخلي.

نو د دې کیسې د هوښیار چرګ په څېر، ښه ده چې تل متوجه واوسو او هره خبره ژر تر ژره ونه منو.

پوهاوی او احتیاط زموږ تلپاتې ملګري دي.

هیله ده چې د نن ورځې له دې خوږ حکایت څخه مو خوند اخیستی وي.

خدای مو مل شه!