۱۵ «ترهګر» چې غوښتل یې له افغانستانه پاکستان ته واوړي، وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177612-۱۵_ترهګر_چې_غوښتل_یې_له_افغانستانه_پاکستان_ته_واوړي_وژل_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پوځ ویلي ۱۵ هغه «ترهګر» یې وژلي چې غوښتل یې د افغانستان له پولې پاکستان ته واوړي.
(last modified 2026-09-03T11:18:54+00:00 )
Sep 03, 2026 15:45 Asia/Kabul
  • ۱۵ «ترهګر» چې غوښتل یې له افغانستانه پاکستان ته واوړي، وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پوځ ویلي ۱۵ هغه «ترهګر» یې وژلي چې غوښتل یې د افغانستان له پولې پاکستان ته واوړي.

ډان ورځپاڼې نن  راپور ورکړی چې دا موضوع د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې دغو «ترهګرو» درې شپې مخکې د شمالي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له پولې د پاکستان خاورې ته د ننوتلو هڅه کړې وه.

د پاکستان پوځ ویلي چې دغه کسان له امنیتي ځواکونو سره تر ۳۶ ساعته نښتې وروسته وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګيالي بللي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه یو ځل بیا د پاکستان هغه پرله‌پسې دریځ تاییدوي چې طالبان په «شرموونکې توګه» په دې کې پاتې راغلي چې د دوی تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو  له خوا د پولې پورې غاړې ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې هم په کراچۍ ښار کې د تحريک طالبان پاکستان د دوو غړو د نیولو خبر ورکړی او ادعا یې کړې وه چې دغه کسان د ترهګرو بریدونو  لپاره له افغانستانه پاکستان ته ورغلي وو.