پاکستان د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د حفاظت غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68996-پاکستان_د_سوریې_د_ځمکنۍ_بشپړتیا_او_خپلواکۍ_د_حفاظت_غوښتونکی_شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتنې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • پاکستان د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د حفاظت غوښتونکی شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتنې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې خواجه محمد آصف نن د بهرني سیاست او سیمه ایزو بدلونونو په لړ کښې د پاکستان پارلیمان ته د خارجه وزارت د کتبي لیک په لیږلو سره وویل: د سوریې په وړاندې د اسلام آباد دریځ د ملګرو ملتو د منشور مطابق دی او دا هیواد د سوریې د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام غوښتونکی دی.

د پاکستان خارجه وزیر د سوریې په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکې په دخالت نه کولو باندې په ټینګار سره وویل: د سوریې په وړاندې باید د ملګرو ملتو  منشور له ظرفیتونو ګټه پورته شي.