عربستان ٦٦ پاکستانیان اعدام کړي دي
د پاکستان د سینیټ استازو په تیرو پنځو کالو کښې په عربستان کښې د ۶۶ پاکستانیانو په اعدامیدو باندې اعتراض وکړ.
تسنیم خبري آژانس د پاکستان د جیو ټي وي په حواله خبر ورکړی چې د سعودي محکمو لخوا د پاکستاني ښاریزو له پرله پسې اعدامونو وروسته چې پاکستاني سینیټرانو پرې اعتراض کړی و، د پاکستان د خارجه وزارت لخوا یو رپورټ خپور شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپورټ کښې ویلي دي: سعودي محکمو په تیرو پنځو کلونو کښې په مختلفو پلمو له ۶۶ زیات پاکستانیان اعدام کړي دي.
خبر زیاتوي چې د ریاض حکومت تراوسه لسګونه زره پاکستانیان له عربستانه ایستلي دي او زرګونه نور یې نیولي او زنداني کړي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د اسلام آباد حکومت د پاکستان د خلکو له مخالفت سره سره د یمن د خلکو خلاف د عربستان د پوځي ائتلاف ملاتړ کړی او عربستان ته یې خپل پوځي ځواکونه لیږلي دي.