د پاکستان د سېنټ استازې په سوريې د امريکې فوځي حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69142-د_پاکستان_د_سېنټ_استازې_په_سوريې_د_امريکې_فوځي_حمله_وغندله
د پاکستان په سېنټ کښې د اپوزيشن مشرې په سوريې خپلواکه هېواد د امريکې او د هغې د انډيوالانو فوځي حمله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2018 10:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سېنټ استازې په سوريې د امريکې فوځي حمله وغندله

د پاکستان په سېنټ کښې د اپوزيشن مشرې په سوريې خپلواکه هېواد د امريکې او د هغې د انډيوالانو فوځي حمله وغندله.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن شيري رحمان نن سحر په اسلام آباد کښې له خبريالانو سره خبرو کښې په سوريې د امريکې فوځي حمله په  عراق او سوريې کښې د امريکې د سياستونو په ماتيو باندې د پردې اچولو لپاره يو اقدام وبلۀ.

د پاکستان د سېنټ دغې استازې د دې په بيانولو سره چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له اجازې نه بغېر په سوريې د حملې حکم جاري کړ زياته کړه، د فرانسې او برطانيې په ګډون سره دغه حمله د سوريې د زمکنۍ بشپړتيا او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.

مېرمن شيري رحمان په عين حال کښې تاکيد وکړ، د دې وخت رارسېدلے دے چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوريې کښې سياسي حل لارې ته غاړه کيږدي، ځکه چې په دغه هېوادکښې د جنګ دوام به د امريکې د ضرر او د سيمې د ناامنيو د دوام سبب وي.

 

آمریکا به همراه بریتانیا و فرانسه، بامداد امروز شنبه به بهانه استفاده دولت دمشق از تسلیحات شیمیایی در شهر دوما در غوطه شرقی ، مناطقی از سوریه را مورد حمله  نظامی قرار دادند .