په سوريې د امريکې په فوځي تيري د پاکستان اندېښنه
Apr 15, 2018 09:50 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت په سوريې د امريکې او د هغې د انډيوالانو په فوځي تيري اندېښنه څرګنده کړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فېصل نن په سوريې کښې په اوسنيو حالاتو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: د پاکستان حکومت او ملت د سوريې له خلقو ملاتړ کوي.
محمد فېصل همدارنګ له سوله ايزې لارې او په خبرو اترو سره د سوريې د بحران په حل باندې په تاکيد سره وويل، د سوريې بحران فوځي حل لاره نه لري.
زياترو هېوادونو، سياسي او مذهبي ګوندونو او شخصيتونو په سوريې کښې د امريکې جنايتونه وغندل او هغه يې د نړيوالو قوانينو او د دغه هېواد د زمکنۍ بشپړتيا خلاف ورزي وبلله.
ټیګونه