له بریتانیا د پاکستان د لومړی وزیر کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69474-له_بریتانیا_د_پاکستان_د_لومړی_وزیر_کتنه
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د ګدو ګټو هیوادونو(کامن ویلت) په سرمشریزه کښې د ګډون لپاره لندن ته سفر کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 09:57 Asia/Kabul
  • له بریتانیا د پاکستان د لومړی وزیر کتنه

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د ګدو ګټو هیوادونو(کامن ویلت) په سرمشریزه کښې د ګډون لپاره لندن ته سفر کړی دی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،لندن ته په رسیدا سره د بریتانیا جګپوړو چارواکو او په دغه هیواد کښې د پاکستان شفیر سید ابن عباس د شاهد خاقان عباسی هرکلی وکړ.د پاکستان لومړی وزیر په دغه سفر کښې د بریتانیا له ملکې دوهمې الزابیت او لومړی وزیرې ترزامی سره پر کتنې سربیره د کامن ویلت د سرمشریزې تر څنګ د بیلا بیلو هیوادونو له چارواکو سره هم خبرې اترې کړی.کامن ویلت درې پنځوس غړی هیوادونه لری چې له کامرون او موزامبیکه پرته نور ټول د پخوانی بریتانیا ښکیلاک مېنې پاته شوی دی.

د ګډو ګټو هیوادونو په سرمشریزه کښې د ګډون او د بریتانیا له جګپوړو چارواکو سره د کتنې لپاره لندن ته د پاکستان د لومړی وزیر سفر بیلابیلې انګیزې لری.پاکستان چې له ترهګرۍ سره پر دوه ګونه چلند او په افغانستان کښې د سولې ټینګولو په لړ کښې پر کارړنګونې تورن دی،پر ځان د فشارونو سرچینه آمریکا ګڼی چې له ترهګری او سرزوری سره په مبارزه کښې سپینې ماڼۍ ته د اسلام آباد د کابو یوې لسیزې پر خدماتو سترګې پټې کړی دی.له پاکستان سره د آمریکا د پوځی او مالی مرستو کمول او بندول او پر ضد یې پراخه تبلیغات پر اسلام آباد د واشنګټن نیغ په نیغه فشارونه ګڼل شوی چې د سیمې په کچه هم دغه کړچار د هند په شمول د سپینې ماڼۍ د متحدانو له خوا په غیرمستقیمه توګه تعقیبیږی.

د سټراټیژیکو مسئلو یو کارپوه جنرال عتیق الله بریالی په دې باب وویل:د پاکستان له نظره افغانستان یوه آمریکایی هندی پروژه ده او تر کومه پاکستان خپل ځان په داسې موقعیت کښې ونه وینی چې هنده له ډګره بهر کړی شوی او آمریکا کمزوره شوی،نو هیڅکله د آمریکا په ګټه په افغانستان کښې سوله ټینګه نه کړی.

په دغه ډول شرایطو کښې د پاکستان حکومت هڅه کوی د بریتانیا په شمول له نورو لویدیځو هیوادونو سره په سلامشورو سره له افراط پالنې سره د مقابلې لپاره له اسلام آباد سره پوځی او مالی مرستې ته یې وهڅوی او نظر یې جلب کړی.پاکستان چې ځان په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترټولو ستر هیواد بولی،د اسلام آباد له افراط پال ضده سیاسته د لویدیځ په تیره بیا د بریتانیا او آمریکا د ملاتړ غوښتنه لری چې البته لویدیځو هیوادونو د پاکستان له توقعاتو سره سم د دغه هیواد تمو ته ځواب ورکړی نه دی. په داسې شرایطو کښې دی چې د پاکستان لومړی وزیر لندن ته سفر کړی څو د کامن ویلت په سرمشریزه کښې د ګډون ترڅنګ له بریتانوی چارواکو وغواړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې ترې د پوځی او مالی ملاتړونو اړتیا ته لازیت پام وکړی او په دې زمینه کښې په خپلې ملګرتیا سره د نړۍ نورو سیمو ته د ترهګرۍ د پراختیا مخه ونیسې.په مقابل کښې بریتانیا هم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د سولې په لړ کښې د اسلام آباد د کړچار په باب خپل ملاحظات لری،هڅه کوی د آمریکا له لوری د بد پولیس رول لوبولو ترڅنګ د ښه پولیسی رول په لوبولو سره اسلام آباد په سیمه کښې د لویدیځو حکومتونو د خوښې وړ پروګرامونو اجرا کولو ته وهڅوی. 

البته د پاکستان لومړی وزیر لټه کوی په لندن کښې د کامن ویلت په سرمشریزه کښې د برخوالو هیوادونو له چارواکو سرهه په کتنو کښې له اسلام آباد سره د هغو د ملګرتیا زمینه برابره کړی.داسې ښکاری،له آروپایی اتحادیې د بریتانیا په وتلو پسې لندن هڅه کوی د کامن ویلت په پیاوړی کولو او پکښې د خپل مقام په لوړولو سره په نوی پړاو کښې په دغه اتحادیې کښې چورلیزی رول پر غاړه واخلی او له مخې یې له  اروپایی اتحادیې د وتلو له امه تشه په یوه بل ځای کښې جبیره کړی شی.