ازبکستان له پاکستان سره د همکارۍ لپاره چمتو والی وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69478-ازبکستان_له_پاکستان_سره_د_همکارۍ_لپاره_چمتو_والی_وښود
د ازبکستان د ملی امنیت کمیټی مرستیال، د پاکستان د ملی امنیت له سلاکار سره په کتنه کی ټینګار وکړ: په افغانستان کی د امنیت لپاره د دؤو هیوادونو همکارې، د سیمی او د منځنۍ آسیا د هیوادونو په ګټه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 10:28 Asia/Kabul
  • ازبکستان له پاکستان سره د همکارۍ لپاره چمتو والی وښود

د ازبکستان د ملی امنیت کمیټی مرستیال، د پاکستان د ملی امنیت له سلاکار سره په کتنه کی ټینګار وکړ: په افغانستان کی د امنیت لپاره د دؤو هیوادونو همکارې، د سیمی او د منځنۍ آسیا د هیوادونو په ګټه ده.

له اسلام آباد څخه د فارس خبری آژانس د راپور په اساس، «محمدوف» د پاکستان د ملی امنیت له سلاکار« ناصر خان جنجوعه » سره په لیدنه کی ټینګار وکړ: په افغانستان کی د امنیت را وستو لپاره، د دؤو هیوادونو همکارې، د سیمی او د منځنۍ آسیا د هیوادونو په ګټه ده.

پدغه کتنه کی د پاکستان د ملی امنیت سلاکار، په ټولو زمینو کی، په تیره بیا په امنیتی چارو کی، له ازبکستان سره د همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ.

د ازبکستان د ملی امنیت کمیټی مرستیال، د سیمی هیوادونو ته د خپل دوره ایز سفر په دوام کی، له ایران او هند څخه له کتنې وروسته، د پاکستان پایتخت« اسلام آباد » ته لاړ.