په پاکستان کی د شیعیانو د وژلی دوام وغندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69486-په_پاکستان_کی_د_شیعیانو_د_وژلی_دوام_وغندل_شو
د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو، له ترهه ګرو ډلو سره په مقابله کی، د یاد هیواد د دولت په کمزورتیا نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 11:16 Asia/Kabul
  • په پاکستان کی د شیعیانو د وژلی دوام وغندل شو

د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو، له ترهه ګرو ډلو سره په مقابله کی، د یاد هیواد د دولت په کمزورتیا نیوکه وکړه.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، مجلس وحدت مسلمین؛ د بلوچستان شورای کنفرانس شیعه؛ شورای عزاداری او د پاکستان نورو سیاسی او مذهبی ګوندونو، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ؛ د یاد هیواد دولت نه یواځی د ترهه ګرو ډلو د حملو په ختمولو کی ناکامه شوئ، بلکه د شیعیانو په مسجدونو؛ حسینیو او مذهبی ځایونو باندی ترهه ګری حملی زیاتی شوی دی.

ترهه گرو؛ پرون د پاکستان د بلوچستان صوبی د مرکز« کویټی » ښار په عبدالستار بازار کی، په شیعیانو ډزی وکړې، چی له کبله د کویټی ښار یو دکاندار« حاجی محمد آصف » شهید شوئ، او د هغه زوی« عباس علی » ژوبل شو.

د اپریل په لمړیو کی هم، د پاکستان دوه شیعیان د کویټی ښار په قندهاری بازار کی، د شیعه توب په دلیل د تکفیری عناصرو په ډزو ویشتل شوی، او ووژل شول.  

په تیرو څلورو میاشتو کی، د بلوچستان په مرکز کی ۳۶ شیعیان،

په ټروریستی حملو کی ویشتل شوی دی.