د بم د چاودنی له کبله یو پاکستانی عسکر ووژل شو
Apr 21, 2018 13:07 Asia/Kabul
د پاکستان خیبر پختونخواه د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمه کی د سړک غاړی د بم د چاودیدو له کبله، د دغه هیواد یو سرتیرئ ووژل شو.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، پاکستانی پوځیان د شمالی وزیرستان په « دته خیل » سیمه کی د سړک غاړی د بمونو د شنډولو په حال کی ؤ،چی د یو بم د چاودیدو له امله، یو پاکستان سرتیرئ ووژل شو.