چین او پاکستان له ترهه ګرۍسره په مبارزې کې لازیاتې ملګرتیاوې کوی
د چین خارجه وزیر وانګ ئی په دغې کتنې کې ووئیل ، چین هماغه راز له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او په سیمې کې دامنیت اوثبات په ساتنې کې له پاکستانه خپل چورلټ ملاتړ ته دوام ورکوی څو دګډو اقتصادی ملګرتیاؤ لپاره دتکیې وړ امنیتی ضمانتونه رامینځة شی .
زمونږ خبریال راپور راکړ دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو په بیجینګ کې په کتنې کې دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر د اوسنیو حالاتو او په پاکستان کې له ترهه ګرۍ ره دمبارزې پشمول د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او سیمه ایز امنیت سره داړونده موضوعګانو په باب سره خبرې اترې وکړې او دغه راز ئې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د دوواړخیزو اړیکو په لاپراختیا ټینګار وکړ .
د چین خارجه وزیر وانګ ئی په دغې کتنې کې ووئیل ، چین هماغه راز له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او په سیمې کې دامنیت اوثبات په ساتنې کې له پاکستانه خپل چورلټ ملاتړ ته دوام ورکوی څو دګډو اقتصادی ملګرتیاؤ لپاره دتکیې وړ امنیتی ضمانتونه رامینځة شی .
دپآکستان خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې وئیلی دی ، دواړو لورو موافقه کړې ده ، چې د اسلام اباد او بیجینګ د حکومتونو ترمینځ دوه اړخیزې ملګرتیاوې نوره هم پراخې شی او د ترهه ګرۍ د سپیرې بلا په ضد په مبارزې کې پخپلو کې سره سلامشورو ته هم دوام ورکړی .