په پاکستان کښې هیڅ جمهوریت نشته او هلته دیکتاتورۍ واکمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69784-په_پاکستان_کښې_هیڅ_جمهوریت_نشته_او_هلته_دیکتاتورۍ_واکمنه_ده
زمونږخبریال وایی دپاکستان له واک څخه لیرې کړې شوی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وویل د سترې محکمې لخوا اوسنی ترسره شوی اقدامات ددې ښودنه کوی چې په هیواد کښې هیڅ ډیموکراسۍ(Democracy) نشته او داسې ښکاری چې په ټول هیواد کښې پوځی حکومت(Martial law) وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2018 01:48 Asia/Kabul
  • د هیواد ددوه سوه شلو(۲۲۰) میلیونو خلکو چپتیا به زما لپاره د منلو وړ نه وي .
    د هیواد ددوه سوه شلو(۲۲۰) میلیونو خلکو چپتیا به زما لپاره د منلو وړ نه وي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان له واک څخه لیرې کړې شوی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وویل د سترې محکمې لخوا اوسنی ترسره شوی اقدامات ددې ښودنه کوی چې په هیواد کښې هیڅ ډیموکراسۍ(Democracy) نشته او داسې ښکاری چې په ټول هیواد کښې پوځی حکومت(Martial law) وی .

نوازشریف په اسلام اباد کښې د احتساب دمحکمې دننه له خبریالانو سره په مرکه کښې ادعا وکړه هغه څه چې په هیواد کښې روان دی جمهوریت نه دی بلکې د سترې محکمې د مشر میان ثاقب نثار تر مشرۍ لاندې ترټولو ناوړه دیکتاتورۍ(Dictatorship) ده .

هغه وویل هغه څه چې په هیواد کښې روان دی د سترې محکمې له پوځی حکومت څخه کم نه دی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د محکمو لخوا اوسنې فیصلې غیر منطقی وبللې او ویې وویل  د هیواد ددوه سوه شلو(۲۲۰) میلیونو خلکو چپتیا به زما لپاره د منلو وړ نه وی .

دپاکستان پخوانی لومړی  وزیر نوازشریف وویل هغه پابندیانې او محدودیتونه چې مونږ یې نن سبا په هیواد  کښې وینو حتی د پوځی حکومتونو په وخت کښې هم نه وی لیدل شوی .

هغه ادعا وکړه چې د درغلۍ په تور زما دتورن پیژندلو لپاره جدی هڅې روانی دی .