پاکستان د امریکایو ډیپلوماټ په تورلیسټ کې شامل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69984-پاکستان_د_امریکایو_ډیپلوماټ_په_تورلیسټ_کې_شامل_کړ
په همداوروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی او د دواړو هیوادونو ترمینځ وخت په وخت دخولې شخړې هم رامینځةکیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 26, 2018 10:42 Asia/Kabul
  •   پاکستان د امریکایو ډیپلوماټ په تورلیسټ کې شامل کړ

په همداوروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی او د دواړو هیوادونو ترمینځ وخت په وخت دخولې شخړې هم رامینځةکیږی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان  دکورنیو چاروزارت  د امریکا هغه ډیپلوماټ   چې  پخپل ګاډی سره ئې یو پاکستانی  وژلی ؤ ،  په تورلیسټ کې شامل کړ او  له هیواده  ئې دهغه په وتلو بندیز ولګاوۀ.

 راپورښئ  دامریکا ډیپلوماټ  جوزف آمانوئل  له اجازت پرته  له دغه هیواده بهر نشی تللی  اوباید  د کورنیو چارو  د وزارت  په مجوز سره تګ راتګ وکړی.

  دپاکستان  دسترې محکمې قاضیانو  هم   هغو ټولو هوائی شرکتونو ته چې  په پاکستان کې فعال دی ،  خبرداری ورکړی ،  اوله هغوی ئې غوښتی دی ،  چې  له مجوز پرته دې  حوزف آمانوئل ته  ټکټ صادر نه کړی .

   دامریکا دغه ډیپلوماټ  اتلس ورځې مخکې په اسلام اباد کې په داسې حال  چې  شراب ئې څښلی وو او  ګاډی ئې چلاوۀ ، په موټر سائیکل سوارۀ دوه کسان ئې تر ګاډی لاندې کړی وو چې یو پکې مړ او بل هم سخت ټپی شوی ؤ .

په همداوروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان ترمینځ   اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی او  د دواړو هیوادونو ترمینځ  وخت په وخت دخولې شخړې  هم رامینځةکیږی .