پاکستان له برجامه خپل ملاتړ اعلان کړ
د پاکستان د خارجه وزارت وياند له برجام اېټمي موافقې او د ايران د اسلامي جمهوريت له صلح ايزو ايټمي فعاليتونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد فېصل نن په اسلام آباد کښې په خپله هفته واره خبري ناسته کښې د برجام اېټمي موافقې په وړاندې د پاکستان د موقف په باره کښې وويل: برجام يوه نړيواله معاهده ده پکار دي ټول يې احترام وکړي.
محمد فېصل د برجام له ټولو لاسليکونکو لورو څخه وغوښتل چې د دغه نړيوال موافقه ليک په وړاندې په خپلو ژمنو پابند او ژمن اوسي.
هغه زياته کړه، د ايټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د رپوټ له مخې د ايران اسلامي جمهوريت په بشپړه توګه د برجام په مفادو عمل کړے دے.
د پاکستان د خارجه وزارت وياند همدارنګ د خپلې وېنا په دوام کښې د افغانستان حالاتو ته اشاره وکړه او وې ويل، پاکستان د افغانستان د بحران د هواري لپاره تل د افغان حکومت او مخالف لوري ترمېنځ له خبرو اترو څخه ملاتړ کړے دے.