د پاکستان او افغانستان په پوله کښې درې ترهه ګر ووژل شول
Apr 26, 2018 15:32 Asia/Kabul
د پاکستان فوځ د دغه هېواد او افغانستان په پوله کښې د دريو ترهه ګرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د پاکستان د فوځ د عمومي تعلقاتو دفتر نن وويل، د دغه هېواد په مهمندو اېجنسۍ سيمه کښې د پاکستان د فوځي ځواکونو او ترهه ګرو ترمېنځ نښته کښې درې ترهه ګر هلاق شول او يو پاکستاني فوځي ووژل شو.
د دغه رپوټ له مخې ترهه ګرو د پاکستاني پوله ايزو ځواکونو په يوې پوستې حمله وکړه او له فوځي ځواکونو سره ښکېل شول.
ټیګونه