شکیل افریدی له پيښور زندانه اډیاله جیل ته منتقل کړی شو
کوم ډاکټر چې په پاکستان کښې د القاعدې د پټ شوي پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کښې د امریکې مرسته کړې وه، د پیښور له جیل څخه د پنجاب صوبې اډیاله جیل ته منتقل کړی شو.
شکیل افریدي چې د امریکې لپاره د جاسوسۍ او د بن لادن د پټنځي په موندلو کښې د دغه هیواد د مرستې په تور په بند محکوم شوی و، د پاکستاني چارواکو لخوا د پيښور له زندانه څخه د پنجاب صوبې اډیاله جیل ته بوول شو.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې شکیل افریدي یې پس له دې د پيښور له جیل څخه منتقل کړ چې پر دغه زندان د حملې د احتمال په هکله یې یولړ اطلاعات ترلاسه کړي دي.
پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي په ۲۰۱۱ کال کښې د امریکې له هغو عملیاتو وروسته چې د پاکستان په ایبټ آباد کښې د اسامه بن لادن د کور د موندل کیدو او د هغه د وژل کیدو سبب شول، په ۳۳ کاله بند محکوم شوی دی.