د پاکستان خارجه وزارت یوځل بیا هندي ډیپلماټ وروباله
Apr 28, 2018 15:32 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کشمیر کنټرول لاین کښې د هند د سرحدي ځواکونو د ډزو په اعتراض کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جی، پي، سنګ په وربللو سره په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د حملې او د اوربند د خلاف ورزۍ په وجه د اسلام آباد سخت اعتراض ورواوروه.
د ویلو ده چې د کشمیر سرحد په پډهار سیمه کښې د هندوستان د سرحدي ځواکونو د وړمې ورځې په ډزو کښې دوه پاکستاني ملکیان وژل شوي او دوه نور زخمي شوي وو.
هند او پاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کښې د شخړې په زیاتولو سره د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي.
ټیګونه