پاکستان د کابل ترهه ګريزه حمله وغندله
پاکستان د افغانستان د پائتخت د نن سحر ترهه ګريزې چاودنې چې له امله يې په يو شمېر بې ګناه خلق مړۀ او ژوبل شول وغندلې.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت وياند په يوې بيانيه کښې د دغو ترهه ګريزو چاودنو د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره تسليت ووايۀ او له پاک ربه يې د دغې حملې د زخميانو د زر تر زره رغېدو دعا وکړه.
محمد فېصل زياته کړه، د پاکستان حکومت او خلق له افغان ولس سره خپله ملګرتيا او پېوستون علانوي او اطمينان لري چې د افغانستان غېرتمن ملت به په خپلې کلکې ارادې سره ترهه ګرۍ ته ماتې ورکړي او داسې ناځوانمردانه حملې د هغوي روحيه نه شي کمزوري کولې.
فېصل له ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکيد وکړ او له دغه مشکل سره د هغه تر بشپړه ختمېدو پورې د مبارزې لپاره خپله ژمنه اعلان کړه.