په پاکستان کښې د شیعیانو اعتراضي پرلتۍ دوام لري
May 01, 2018 11:03 Asia/Kabul
د پاکستان په سویل لویدیځ کښې د بلوچستان صوبې خلکو په کویټه ښار کښې د شیعیانو په وژلې باندې په اعتراض کښې یوځل بیا پرلتۍ ووهلې.
اعتراضي پرلت وهونکو په تیرو دریو ورځو کښې د پاکستان د شیعه مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د ترهګرو د نیولو او سزا کولو غوښتنه وکړه.
معترضانو همداشان د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او جماعت الاحرار په شمول ترهګرو ډلو خلاف د شعارونو په ورکولو سره د هغوي د نیول کیدو غوښتنه وکړه.
پرلت وهونکو خبرداری ورکړ ترڅو چې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا دوي ته ور نه شي او د دوي غوښتنې ونه مني تر هغې به یې دا اعتراضي پرلتۍ جاري وي.
د ویلو ده چې ترهګرو په تیرو دوو ورځو کښې په کویټه ښار کښې په شیعیانو باندې په ډزو سره پنځه کسان وژلي دي.
ټیګونه