ثاقب نثار وایی د هزاره قوم وژونکی په ښکاره غونډې ترسره کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70354-ثاقب_نثار_وایی_د_هزاره_قوم_وژونکی_په_ښکاره_غونډې_ترسره_کوی
ده وویل چی ما له هزاره قوم سره کتنه کړی ده ، د هغو قتل عام روان دی ، د امنیت ټینګول د چا کار دې ؟ دا د خلکو د ژوند خبره ده ، ایا امنیت تینګول د حکومت دنده نده ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2018 11:00 Asia/Kabul
  •  ثاقب نثار وایی د هزاره قوم وژونکی په ښکاره غونډې ترسره کوی

ده وویل چی ما له هزاره قوم سره کتنه کړی ده ، د هغو قتل عام روان دی ، د امنیت ټینګول د چا کار دې ؟ دا د خلکو د ژوند خبره ده ، ایا امنیت تینګول د حکومت دنده نده ؟

زمونږ خبریال د پاکستان د دنیا ورځپانۍ له قوله راپور راکوی د قضاییه قوې مشر ښاغلی ثاقب نثار د هزاره قوم د هدفمنې وژلې په خپل سر نوټس واخیسته او د بلوچستان د پولیسو له مشر او امنیتی ادارو یې په دې هکله راپور وغوښته . ثاقب نثار به په خپل سر نوټس عدالتی کاروایی د می میاشتې له ۱۱ نیټې پیلوی .

د پاکستان د سترې محکمې مشر وویل چی د هزاره قوم په وژلې کې ملوث کسان په ښکاره غونډې ترسره کوی ، ایا د هزاره قوم خلک پاکستانیان ندی ؟د هزاره قوم ماشومان ښونځیو او کالجونو ته نشی ورتلې . ده وویل چی ما له هزاره قوم سره کتنه کړی ده ، د هغو قتل عام روان دی ، د امنیت ټینګول د چا کار دې ؟ دا د خلکو د ژوند خبره ده ، ایا امنیت تینګول د حکومت دنده نده ؟

دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه او نورو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو په تیره بیا دهزاره قوم دغړیو وژله بیخی زیاته شوی ده او حکومت او پولیسو تراوسه د ترهګرو ډلودنیولو او  دخلکو د وژلو هیڅ مخه نه ده نیولی .