دپاکستان حکومت شکیل افریدی امریکا ته نه سپاری
-
شکیل افریدي ته په ۲۰۱۲ میلادي کال کښې له وسله والو ډلو سره دارتباط په تور درې دیرش(۳۳) کاله دبند سزا ورکړل شوه .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت نن دغه اوازې رد کړې چې وایی له پیښور زندان څخه د پنډۍ اډیاله بند ته د ډاکټر شکیل افریدی انتقالول د امریکا له حکومت سره د معاملې یوه(۱) برخه ده .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی ډاکټر محمد فیصل ټینګار وکړ چې حکومت داسې کوم پلان نلری چې نیول شوی ډاکټر شکیل افریدی امریکا ته سپاری او دهغه په بدل کښې میرمن عافیه صدیقی پاکستان ته وسپاری .
عافیه صدیقی په افغانستان کښې دامریکا د پوځی افسرانو او د استخباراتی ادارې دمامورینو او په واشنګټن کښې دپاکستان دسفیر حسین حقانی د وژلو دهڅې په تور دامریکا په یوه(۱) زندان کښې بندی ده .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل د رسنیو د راپورونو په اړه دپوښتنو په ردولوسره چې ادعا کوی دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای هڅه کړی وه چې د پیښور زندان مات کړی اوشکیل افریدی خوشی کړی او زیاته یې کړه زه ددغه ادعا په اړه هیڅ معلومات نلرم ځکه چې دغه چاره له کورنیو چارو وزارت سره ارتباط لری .
ډاکټر شکیل افریدی دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ای ای ته د القاعده دترهګرې ډلې د پخوانی مشر اسامه بن لادن په اړه دمعلوماتو دورکولو په وجه اته (۸)کاله کیږی حکومت نیولی دی او اوس هم په زندان کښې دی .
شکیل افریدی ته په ۲۰۱۲ میلادی کال کښې له وسله والو ډلو سره دارتباط په تور درې دیرش(۳۳) کاله دبند سزا ورکړل شوه داسې تور چې هغه په کلکه رد کړی دی .